|
بسم الله الرحمن الرحيم
راشئ چي پښتو ليكنه تصحيح او معياري كړو!
د پښتو ليكدود په اړه پښتنو ليكوالو ته څو
وړانديزونه
(
حكمتيار)
لكه څنگه چي د پښتنو د هرې سيمي، قبيلي او
حتى د هرې درې د اوسېدونكو ژبه له نورو توپير لري، همدا راز پښتو
واحد او ټولو پښتنو ته منلى ليك دود هم نه لري، دلايل ئې روښانه دي
چي دلته ئې د څېړلو ځاى نه دئ، د مشرقي ساحې ليك دود د جنوبي او
جنوب غربي ساحو له ليك دوده توپيرونه لري، د دې اختلاف د ختمولو يا
راكمولو لپاره هغو پښتنو ليكوالو ته څو وړانديزونه لرم چې د يووالي
او وحدت هڅه كوي او غواړي چې د پښتو ليك دود متفق عليه او ټولو ته
د منلو وړ شي. زما وړانديزونه دا دي:
د پښتو او فارسي حروف له عربي اخيستل شوي،
فارسي څلور حروف( پ، چ، ژ او گ) پرې علاوه كړي او (ة) ئې ترې
ايستلې، او په پښتو كي په دې څلورو برسېره دا حروف هم اضافه شوي:
(ټ، چ، ځ،څ، ډ، ړ، ژ، ږ، ښ، گ، ڼ، ې، ۍ)
تاسو ته معلومه ده چي عربي حروف له اِعراب
(علايم) لكه: َ، ِ، ُ، ً، ٌ، ٍ ، ~، ْ، ٰ) نه پرته ناقص دي، په
عربي كي دا علايم د حروفو ډېره ضروري برخه ده، موږ د دغو علايمو د
نه رااخيستلو په وجه ناقص حروف كاروو، موږ نه يوازي (زور، زېر، پېش
: َ، ِ، ُ، ته ضرورت لرو بلكي تنوين ً ته هم ضرورت لرو ځكه د
عادتاً، حتماً او قطعاً په څېر هغه الفاظ چي موږ له عربي رااخيستي
له دغه علامې پرته ناقص دي، همداراز موږ له دغو علايمو علاوه د
زېركي او زوركي په څېر علايمو ته هم اړ يو، د نه كارولو په وجه ئې
له گڼ شمېر ستونزو سره مخامخ يو، د مثال په توگه (لور، سور، سر) د
تورو د حركت له مخي څو بېلي بېلي معناوي لري، كه لوستونكى دا الفاظ
له جملې بهر وگوري نه پوهېږي چي كومه معنى ترې مراد ده. همداراز
دغي نقيصې موږ دې ته اړ كړي يو چي پنځه يې گاني وكاروو، حال دا چي
په حقيقت كي زموږ (ى) يوه ده، بېل بېل غږونه ئې د هغه حرف په حركت
پوري تړاو لري چي تر (ى) مخكي راځي، كه مخكنى حرف زور ولري نو (ى)
نرمه تلفظ كېږي او موږ ئې په ملينه او نرمي (ى) يا د ځينو په وينا
زوركى واله (ى) سره ليكو، لكه: شًى، لرگًى، سړًى، منگى... چا چي دې
ته د زور واله (ى) نوم وركړى دې ته نه دئ متوجه شوى چي دا زور د
(ى) نه بلكي د هغه توري دئ چي تر (ى) مخكي راځي. دې ته د زورواله
(ى) نوم وركول غلطه نومونه ده.
او كه دا مخكنى حرف ساكن واو يا الف وي نو
بيا هم همدا نرمه ى كاروو لكه: دوى، زوى، ځاى، بوى، لوى،
كه زير ولري نو څرگنده (ي) ليكو، لكه: سړِي،
غوړِي، منگِي...
كه مخكنى حرف ساكن وي يا د ځينو په اصطلاح
زوركى ولري نو اوږده (ې) ليكو، لكه: شپې، خوږې، لندې، دې، شې،
سړې...
او كه تر يې مخكي حرف زېركى ولري نو د ښځينه
نومونو لپاره لكۍواله (ۍ) ليكو، لكه: كړكۍ، لونگۍ، مړۍ، او د نورو
لپاره همزه واله (ئ) ليكو، لكه: راځئ، وخورئ، ورشئ، وكړئ... دلته
تر (ى) مخكي تورى، زوركى نه بلكي زيركى لري.
كه موږ دا علايم درلودى او هغه مو كارولى نو
د ياگانو د كارولو په سر به له لانجو سره مخامخ نه وو، د مثال په
توگه: د ښځينه نومونو په جمعي كه به مو دا ستونزه نه درلوده چي
ځيني د (ښځه) جمع (ښځې) او ځيني ئې (ښځي) گڼي، خو نه دا د خپلي
ادعا لپاره څه دليل وړاندي كوي او نه هغه، ټول هغه كلمات چي تر يې
مخكي تورى ئې زير ولري بايد په څرگندي (ي) سره وليكل شي، لكه: چي،
كي، مي، ځي، خوري، ښځي، لنډي، كونډي، منډي، سړي، كوي. او ټول هغه
كلمات چي تر يې مخكي حرف ئې زوركى ولري بايد په اوږده (ې) وليكل
شي، لكه: څپې، مڼې، لندې، خوږې، ترخې، سړې، تودې، ته راځې، خورې،
ته ښه سړى يې،... ، دغه مطلب ته د نه پام كولو په سبب ځيني خلك د
اوږده (ې) په كارولو كي ستونزه لري، چي، كي، مي، .... د چې، كې،
مې... په څېر ليكي، په داسي حال كي چي د پښتنو ټول قبايل په دغو
كلماتو كي له يا نه مخكي تورى په زير سره تلفظ كوي، او اصولاً په
كار ده چي په (ي) وليكل شي.
انگريزي هم د علايمو د نشتوالي په وجه د (ى،
و) په اړه ستونزي لري، د همدې لپاره ئې گڼ شمېر (ى) او (و) ته ورته
غږ لرونكي حروف جوړ كړي، لكه (A,E,I,Y)
او (O,U,W,V)
څوك چي د لومړي ځل لپاره د انگرېزي ليك زده كوي د دغو حروفو د
ليكلو د ځاى په اړه همداسي ستونزه لري لكه د پښتو په ليكلو كي چي
ورسره مخامخ كېږي.
فارسي هم دا ستونزه لري، د علايمو د نه
انتقال په سبب د (ى) او (و) د كارولو په ارتباط مشكلات لري، د مثال
په توگه (سير) څلور معناوي لري، سير: موړ، سير: اوږه، سير: سفر،
سير: من، - شير او شير دوه معناوي لري شير: شيدې او شير: زمرى، دا
د يوې ژبي د ليكدود ستر عيب دئ چي د گڼ شمېر مختلفو معناوو
درلودونكو كلماتو لپاره ورته توري وكارول شي، دا لوستونكي له
التباس سره مخامخوي، كه به فارسي كي دا علايم كارول كېدى نو دا به
ئې داسي ليكل: سْير،سِير، سَير، سْير او شِير، شْير
په دغو څلورو ژبو كي د انگريزي ليكدود تر
ټولو ناقص او ستونزمن دئ، نه يوازي له دې ناحيې چي د يوه غږ لپاره
گڼ شمير توري لري بلكي له دې ناحيې هم چي ډېر ځله په كلماتو كي
داسي توري كارول كېږي چي نه تلفظ كېږي، لكه په
RIGHT كي
GH، د
RIGHT دقيق تلفظ د
RITE په توگه
دئ، همداراز د ډېر غږونو لپاره ځانگړي توري نه لري، لكه، خ، ع، غ،
ژ، ش، چ دې ته ئې مركب توري جوړ كړي: KH,
GH,
JK فارسي هم دا ستونزه
لري، د ټ، ډ، ړ لپاره توري نه لري د پښتو او انگريزي كلماتو په
تلفظ كي له ستونزو سره مخامخ كېږي. انگريزي له دې پلوه هم يوه
ستونزمنه ژبه ده چي د له مصدر نه اشتقاق ئې ډيري بې قاعده گۍ لري،
د مثال په توگه: له make،
نه made, made،
له go نه
went, gone، له
do نه
did, done او دې ته
ورته بې شمېره نور نواقص.
په پښتو كي تر ضرورت زيات الفاظ جوړ شوي، د
س، ص، ث، تر څنگ ئې څ او د ز، ذ، ظ او ض تر څنگ ئې ځ هم رايستلې،
ځيني گ او ځيني ګ كاروي، همداراز په پښتو ليكدود كي ۍ او ئ د ورته
غږونو لپاره كارول كېږي، د دغو حروفو زياتول مخصوصاصاً د (ګ، ځ، ۍ)
نه يوازي غير ضروري كار وو بلكي پښتو ليكدود ئې ستونزمن كړى.
د اعرابو په اړه زما وړانديز دا دئ چي لږ تر
لږه د پښتو د سم ليكلو لپاره د زده كړي په پيل كي دا علايم زده
كوونكو ته وروښيو، تر څوپوه شي چي چېري كومه يې وليكي. دا ضروري نه
گڼم چي اوس او د يې گانو له ترويج نه وروسته له يوې پرته نوري ټولي
حذف كړو، البته د لكۍ والي يې په اړه مي وړانديز دا دئ چي د دې
حذفول غوره دي، پر ځاى ئې همزه واله (ئ) كارولى شو، د دواړو غږ
ورته دئ، دا به له يوې خوا د يې گانو شمېر راكم كړي او له بلي خوا
به دا ستونزه حل كړي چي كله لكۍ واله (ۍ) د لفظ په منځ كي راځي نو
په كومي (ى) سره ئې وليكو، د مثال په توگه (نړۍ وال) څنگه وليكو؟
دا د پښتو ليكدود يوه بله لانجه ده،
ځيني ئې په اوږدې (ې) بدلوي چي دا اشتباه ده، اوږده يې د (ۍ) غږ نه
وركوي، نړۍ وال د نړېوال په توگه ليكل غيرمعياري او ناسمه ليكنه
ده، د نړيوال په توگه ئې ليكل هغه مهال صحيح گڼل كېدى شو چي د پښتو
(يې) يوه وى، دا دواړه يې (ې) (ي) د (ۍ) غږ نشي افاده كولى، دې (ۍ)
ته نږدې او ورته غږ د همزه والي (ئ) دئ، د كوئ او نړۍ په لفظونو كي
دواړه يې ورته غږ لري، كه غواړو چي ليكنه مو غږ په دقيقه توگه
تمثيل كړى شي، نو پكار ده چي يا ئې بيل بيل (نړۍ وال) وليكو او كه
ئې گډ ليكو نو د نړئوال په توگه ئې وليكو، كه موږ اعراب درلودى دا
لانجه هم مخي ته نه راتله، (ړ) ته د يوه زېركي په وركولو سره به مو
نړيوال د نړۍ وال په توگه تلفظ كاوو. چا چي دا لكۍ واله (ۍ) رايج
كړې پښتو ليكدود ئې لانجمن كړى، كاش اوس ليكوالان په دې توافق وكړي
چي دا (ۍ) په بشپړه توگه له منځه يوسي او په ځاى ئې (ئ) وكاروي.
څو وړانديزونه لرم:
1- په مشرقي ليكدود كي مجهوله يې ډېره او بې
ځايه كارول كېږي، د مثال په توگه چي، كي، مي، دي،... داسي ليكي:
چې، كې، مې، دې... زما وړانديز دا دئ چي راشئ
(دي، كي، چي، مي صحيح وگڼو او (دې، كې، چې، مې،
نې، بې، زې، تې) د دغو تركيبونو
مخفف ومنو (دي ئې، كه ئې، چي ئې، مي ئې، نه ئې،
به ئې، زه ئې، ته ئې) ، مثالونه ئې:
كتاب دې وركړ؟ يعنى د ده خپل كتاب دي وركړ؟
او كتاب دي وركړ؟ يعنى كوم كتاب دي وركړ؟ كتاب دي ئې وركړ غلط او د
ټولو پښتنو قبيلو د مروج تلفظ خلاف دئ.
الله تعالى دې شهادت قبول كړي، يعنى الله
تعالى دي د ده شهادت قبول كړي. دا سمه نه ده چي وليكو: الله تعالى
دي ئې (يا دې ئې) شهادت قبول كړي، د پښتنو هيڅ قبيله داسې نه وايي،
نه پوهېږو دا د چا كوږ بدعت دئ؟
كتاب مې وركړ، يعنى د ده خپل كتاب مي وركړ،
او كتاب مي وركړ، يعنى كوم بل كتاب مي وركړ
كې ځواب وركړى نه وى، يعنى كه ئې ځواب وركړى
نه وى.
دا كتاب چې ليكلو، يعنى دا كتاب چي ئې
ليكلو.
نې خبر كړ له خطره، يعنى نه ئې له خطره خبر
كړ.
چي دښمن بې خپل هېواد كي نه پرېښود: يعنى
دښمن به ئې په خپل هېواد كې نه پرېښود.
زې لامنم، يعنى زه ئې لامنم.
تې لازغمې، يعنى ته ئې لازغمې؟
2- (داسي، هسي)
په دې بڼي كي صحيح وگڼو، د داسې او هسې په ځاى.
3- ئې او يې بايد
تفكيك كړو، كتاب ئې ولوست، ته ښه ليكوال يې.
4- (له،
په، نه) كېدى شي له وروستۍ كلمې
سره يو ځاى وليكلى شي او (هـ) ئې حذف شي، لكه:
لپاره، لخوا، لدوى، لده.
پكي، پدې، پدوى
نشته، نشو، نشي،
ندئ،
په نورو ژبو كې هم داسي حذف گورو، لكه په
دري كي: نه مى رود - نمى رود، نه نوشت –
ننوشت، نه كرد –
نكرد، به من –
بمن،
5- (دى) د (ده)
لپاره، او (دئ) د ده د حالت بيانولو لپاره، لكه: دى ښه ليكوال دئ.
6- د (و) او (ؤ)
په ځاى د (وو) ليكل، دى په سنگر كي وو. يوازي (و) او (ؤ) مطلوب غږ
نه افاده كوي.
7- د
ماضي صيغو كي د مذكر او مؤنث تر منځ تفكيك او
دواړه يو ډول نه ليكل، داسي چي حامد يوه خور درلوده او محمود يو
ورور درلودو، همداراز د ساته په ځاى
ساتو، د ليكه
په ځاى ليكو، د (كاوه) په ځاى كاوو، او ... ساته او ليكه او دوى ته
ورته صيغې د مؤنث او
امر لپاره مختص كړو،
ته خط ليكه، ته لار ساته... يوه لار
ساتله بل سنگر ساتلو، يوه لار ساته او بل سنگر ساتو، د پښتنو هيڅ
قبيله نه وايي: بل سنگر ساته، يو زوى درلوده . كه د ولس عامه لهجه
او تلفظ اعتبار لري نو دا صحيح نه ده چي وليكو: احمد ښه پوهېده،
بايد وليكو احمد ښه پوهېدو، او ملالۍ ښه پوهېده
8- (په) د ظرف
لپاره او (پر) د استعلا لپاره كارول، مثالونه ئې، په كتاب كي، پر
بام، په 1386
كال كي، خو استثناءات بايد ومنو، لكه: د دې په ځاى، په مېز باندي،
په خداى قسم، دا ځكه چي ډېرى پښتانه په داسي مواردو كي د (پر) په
ځاى (په) كاروي.
9- د باندي صيغه ډېره بې ځايه او غلطه
استعمالېږي، لكه: په دې خاطر باندي، په دې اساس باندي، په دې هكله
باندي، زما په نظر باندي، په دې اړه
باندي.... چي دلته باندي ته هيڅ ضرورت
نشته، په دې خاطر، په دې اساس، په دې هكله، په دې اړه، زما په نظر
كافي او صحيح دي، زما په نظر او زما له
نظره ئې صحيح صورتونه دي.
10- د ښځينه جمع لپاره دا قاعده قبوله كړو
چي: ښځه، كونډه، لنډه، تنده، مرسته، بېله،
بله، پېښه (حادثه)،
او دې ته ورته ښځينه مفرد په ښځي، كونډي، لنډي، تندي، مرستي، بېلي،
پېښي سره جمع كړو. چېري چي تر يې مخكي تورى زېر ولري په (ي) سره ئې
جمعه كړو او مڼه، لنده، اوږده، پېښه (تقليد)،
څپه او دې ته ورته صيغې په مڼې، لندې،
اوږدې، پېښې،
څپې او د جمعي ټولي هغه صيغې چي تر يې
مخكى تورى ئې ساكن وي په (ې) سره جمع كړو.
11- اغلبأً دا
(ې) ډېره او بې ځايه استعمالېږي،
په هغو ځايونو كي هم كارول كېږي چي د پښتنو
د هيڅ قبيلې
په تلفظ كي نه
احساس كېږي، او
په ډېرو مواردو كې نه يوازي د كلماتو له
تلفظ سره اړخ نه لگوي بلكي د التباس
باعث گرځي، د مثال په توگه: د جمع لپاره
هم او د ندا لپاره
هم ښځې ليكل،
چې له يوې خوا له عام تلفظ سره مغايرت لري او له بلي خوا
مخاطب په اشتباه كې اچوي، بايد (ښځي د ښځه جمع
او ښځې د اې ښځې په معنى) وليكو، په دواړو صورتونو كې ئې د ښځې په
توگه ليكل د التباس باعث گرځي.
ورځې د ورځ جمع او له مخاطب نه د تلو په اړه
پوښتنه (ته ورځې؟)
سم ئې ورځي (د ورځ جمع) او ورځې د پوښتني لپاره.
12- نه له پښتو
نه د عربي الفاظو د حذفولو هڅه وكړو او نه ئې په غلطه توگه پښتو ته
د رااړولو، په كار ده چي عربي لغات په خپل اصلي شكل كې وليكو، غصه،
معنى، صحيح، صلح، خفه، قبر،.... په دې بڼې ونه ليكو: غوسه، مانا،
سئي، سوله، خپه، كبر، ... خو مشهور غلط لكه هديره
او لوز چې په اصل كي
حضيره او لفظ
دي عجالتاً
په خپل حال پرېږدو
او ورو ورو ئې تصحيح كړو....
13- له دې ډډه
وكړو چې متروك الفاظ بيا راژوندي كړو او د دخيل معروفو لغاتو په
ځاى ئې وكاروو، او دا پښتو ژبي ته د خدمت په نامه ياد كړو. لكه
چوپړ د خدمت په ځاى راوړل، خدمت په پښتو كي دومره عام استعمال لري
چي تر چوپړ خلك پرې ډېر ښه پوهېږي. كه
ئې نه منئ نو له خدائي خدمتگارانو پوښتنه وكړئ.
14- تر څو چي
پښتو په يوې واقعي ملي ژبي بدلېږي او هر نوي شي ته د خپلې ژبي په
قالب كي نوى نوم غوره كوي، بايد له عربي ژبي مرسته وغواړو، كه
ژباړي ته اړ كېږو نو دا ژباړه مو له عربي وي نه له كومي بلي ژبي،
تر اردو، فارسي، انگليسي او ډېرو نورو ژبو پښتو ډېره پرمخ تللې او
بشپړه ده، د مثال په توگه د پروسې لپاره عمليه، د پلان لپاره
منصوبه، د كواليټي لپاره كيفيت، د لست لپاره فهرست، د راپور لپاره
اطلاع يا خبر...
15- د (ځ) او (ز)
ستونزه بايد حل كړو، ستونزه، استازى، زلمى، ختيز، لوېديز... صحيح
وگڼو، خو هلته چې د بلي ژبي (ج) پښتو ته رااړوو نو د ضرورت په صورت
كي ئې په (ځ) بدل كړو، لكه جواب: ځواب، جاى: ځاى، جور: ځور، ...
16- سته د شته،
نسته د نشته... په ځاى كارول ومنو، ځكه دا د پښتنو د اكثريت ژبه
ده، له مشرقي پرته نور ټول پښتانه همدا الفاظ كاروي، او دا د دري
(است) او (نيست) ته ورته دي، د پښتو او دري بې شمېره لغات گډ اساس
لري،
17- د (نه) په
ځاى يوازي (هـ) راوړل: له كنره تر هراته، له مزاره تر پكتيا،
او له ميمنې تر پكتيكا او له فراه تر پاميره(په هـ او الف پاى ته
رسېدلي كلمات په وروستيو دوو بڼو كي)، دا نور پرېږدو چې ليكي: له
فراه څخه تر پامير پورې، له خداى څخه غواړم، يا له خداى نه غواړم،
كه دلته د (خداى) له نومه وروسته لږ توقف وشي نو معنى ئې دا راوځي
چي له خدايه ئې نه غواړم. نږدې ټول پښتانه داسي وايي: له خدايه
غواړم.
18- د (ورڅخه) او
(ورنه) په ځاى (ترې) راوړل، د (ما ورڅخه وپوښتل)، يا (ما ورنه
وپوښتل) په ځاى ما ترې وپوښتل.
19- مونږ او
(موږ) دواړه مجبوراً صحيح ومنو خو ورو ورو ئې موږ ته راواړو، ځكه
په دې سره به زموږ ليكنه د ډېرى پښتنو له تلفظ سره ورته شي، د جنوب
او غرب پښتانه دا لفظ داسي نه تلفظ كوي چي (ن) هم په كي راشي، لږ
پښتانه ئې داسي تلفظ كوي چي د (ن) خفيف غږ هم په كي راځي.
20- دا ستونزه حل كړو چي د پښتو (يې) يوه ده
كه پنځه؟ چي د اوږده يا مجهوله (ې)، لنډه يا څرگنده (ي)، زورواله
يا نرمه (ى)، او زوركى واله (ۍ، ئ) يا لكۍ واله او همزه واله (يې)
په نامه يادېږي.
كه يوه وي ولې ئې په پنځه ډوله ليكو؟ كه
پنځه وي؛ هره يوه ئې چېري او څنگه راځي؟ د كومي قاعدې مطابق كه نه
هسي د تعامل او دود له مخي؟ او داسي چي د هري (ى) اړوند كلمات بايد
حفظ كړو، چي دا يقيناً گران كار دئ، په ځانگړې توگه هغو خلكو ته چي
نوې پښتو زده كوي.
ما په دې اړه د ځينو ليكولانو كتابونه
ولوستل، د هغو هم چي د (ى) د ځاى او ډول په اړه په خپلو كي سخت
اختلاف لري، خو هيڅ يوه ئې د كومي قاعدې يادونه نه وه كړې. دا په
داسي حال كي چي هره ژبه ځانگړي قواعد لري، الله تعالى انسان داسي
پيدا كړى چي د خپل زړه خبرې په الفاظو سره بيان كړي، الفاظ د قاعدې
مطابق جوړ كړي، او د الفاظو لپاره حروف وضعه كړي، د ژيپوهني د بحث
يوه اساسي موضوع دا ده چي دا قواعد په گوته كړي او له دې لاري د
ژبي زده كول او ليكل آسانه كړي.
كه په پښتو كي د (ى) د كاروني په اړه لږ دقت
وكړو راته جوته كېږي چي د (ى) غږ او ډول د هغه توري په حركت پوري
تړلى دئ چي تر (ى) مخكي راځي، كه دا حرف زور ولري، د (ى) تلفظ يو
ډول وي، كه زېر ولري بل ډول، كه ساكن وي يو ډول او كه زېركى ولري
بل ډول، د همدې لپاره موږ دې ته اړ شوي يو چي د دغو بېلا بېلو
تلفظونو لپاره د (ى) بېل بېل ډولونه جوړ كړو . اوږده يې يوازي هغه
مهال راوړ چي تر (ى) مخكي تورى ساكن وي.
په عربي كي د اوږده (ې) مثالونه لږ دي، د
قرآن په يوه آيت كي ئې هم بېلگه راغلې، د هود د سورې په
41
آيت كي د مجريها لفظ راغلي ( و قال اركبوا فيها بسم الله مجريها و
مرسها ان ربي لغفور رحيم )الاية
تر (ى) مخكي تورى (ر) او تر (ر) لاندي
يوه وړه داېره كښل شوې او دا دائره ښيي چي دلته د (ر) پر سر زور نه
بلكي زوركى دئ، او د همدې په وجه بايد د (ي) تلفظ د پښتو د اوږده
(ې) په څېر وي.
21- په دې وروستيو كي ځينو ليكوالانو دا
لانجه هم راولاړه كړې چي وايي د پښتو (واو) يو نه بلكي درې دي
(اوږد، لنډ او بېواكه)!! او دا يقيناً چي يوه غلطه انگېرنه ده،
پښتو يوازي يو واو لري، اوږد او لنډ ئې ويل د هغه توري په حركت
پوري مربوط دى چي تر واو مخكي راځي؛ لكه لُور او لور، په لومړي كي
لام پېش لري او واو ساكن دئ، او په دوهم كي پېش ېه واو اړول شوى، د
لور اصلي ليكنه (لُرْ) ده چي د لام د پېش په ځاى واو ليكو. د لور
او لور تر منځ فرق په واو پوري نه دئ تړلى د (ل) په حركت پوري تړلى
دئ، كه لام ته پېش وركړو نو لُور (د رېبلو آله) ترې جوړېږي، او كه
پېش په واو واړوو لور (ښځينه اولاد) ترې جوړېږي، سُور او سور، په
لومړي كي سين پېش لري او واو ساكن دئ، او په دوهم كي د پېش په ځاى
واو راغلى، اصلي بڼه ئې سُرْ د پُر په څېر ده، سُور د فارسي دور ته
ورته او د فارسي دُر د سور په شان دئ. دا غلطي ده چي دُرخانۍ او
آدم خان د دورخانۍ او ادم خان په بڼه وليكل شي،
انگليسي هم درې (ى) لري:
E,I,Y او
A هم ډېر ځله د يې په
توگه كاروي، همداراز د واو لپاره څلور توري
O,U,W,V، دوى ته هم دغو
تورو ستونزي راولاړي كړې، څوك چي دا ژبه نوې زده كوي نو په ليكلو
كي تر هغه په وار وار غلطېږي چي د هري كلمې تركيب حافظې ته وسپاري.
او همدا د يوې ژبي د ليكدود عيب دئ، ښه ليكدود هغه دئ چي ليكونكى
ئې له دغي ستونزي سره مخامخ نشي.
22- ځيني ادعا كوي چي د ښځينه نومونو جمع
بايد په اوږده يې سره وليكو، خو دا خبره صحيح او معياري نده، او د
پښتنو د ټولو قبيلو له عام تلفظ سره مغايرت لري، صحيح او معياري
خبره دا ده چي هغه ښځينه نومونه چي په پاى كي ئې هې وي په جمع كي
همدا هې په يې بدلېږي، خو دا يې كله اوږده او كله لنډه تلفظ كېږي،
كه تر هې مخكي تورى زوركى ولري، په جمع كي دا زوركى ېه زېر بدلېږي
او د هې په ځاى څرګنده (ي) راځي، لكه ښځه ښځي، كونډه كونډي، ژبه
ژبي، او كه تر هې مخكى تورى زور ولري زور ئې په زوركي بدلېږي او د
هې په ځاى اوږده (ې) راځي؛ لكه څپه څپې، ړنده ړندې، خوږه خوږې، شپه
شپې..
23- دا قاعده قبوله كړو چي له مخي ئې ليكي:
سړى له خپلي مېرمني سره راغى، او مېرمن له خپل مېړه سره راغله، د
راغلل په ځاى، دا هم صحيح ومنو چي كتابونه او كتابچې ئې راوړل (د
راوړې په ځاى)، كتابچې او كتابونه ئې راوړل. ښځي او نارينه راغلل،
نارينه او ښځي راغلل ( د راغلې په ځاى)، كه څه هم نږدې ټول پښتانه
فعل د وروستي ضمير په بڼه اړوي او وايي: نارينه او ښځي راغلې،
كتابونه او كتابچې ئې راوړې، كتابچې او كتابونه ئې راوړل. ښځي او
نارينه راغلل.
24- د جملې په پاى كي له فعل نه وروسته (دئ،
ده) ليكل ضروري ونه گڼو: لكه دا چي ښه كتاب ئې ليكلى دئ، استادان
راغلي دي، ډېره مبارزه ئې كړې ده، دا كافي او صحيح وشمېرو چې: ښه
كتاب ئې ليكلى، استادان راغلي، ډېره مبارزه ئې كړې.
25- د (ز)، (ج) او (ژ) اختلافي كارول ورو
ورو توحيد كړو، د ننگرهار ځيني قومونه وايي: ژوندى، ژبه، ژمى،
روژه... د كنر او پېښور پښتانه ئې جوندى، جبه، جمى، روجه ... كړي،
د جنوب او جنوب غرب، او د پښتنو ډېرى قومونه ئې زوندى، زبه، زمى،
روزه ... تلفظ كوي، دا او دې ته ورته كلمات له دري سره هم گډ بنسټ
لري، هغوى زنده، زبان، زمستان، روزه كړي، له دې نه معلومېږي چي اصل
(ز) ده، د ځينو عواملو په وجه (ژ) او (ج) ته اوښتې.
26- د (ښ) او (ك) مخكي وروسته كول هم يوه
ستونزه ده، كله چي دا دوه توري يو د بل څنگ ته راشي، نو د مشرقي
خلك يا (ښ) له (ك) نه مخكي كړي او يا ئې حذف كړي، دا ځكه چي دوى
(ښ) په داسي توگه تلفظ كوي چي له (ك) نه وروسته تلفظ ئې ورته گران
دى، نور پښتانه كښته، كُښلى ... وايي خو دوى ئې ښكته او ښكلى كړي،
نور وايي: كښېنه، كښېږده، ... دوى وايي كېنه، كېږده، د جنوب غرب
پښتانه (كښي) وايي، په كور كښي دئ، خو د مشرقي پښتانه ښ حذفوي او
وايي په كور كي دئ، (ډېرى پښتانه په دې خاص مورد كي له مشرقي والو
سره همغږي دي او كي وايي او دا ځكه چي تر كښي آسانه دئ)، دې ته مو
هم بايد پام وي چي د دري نشستن له كښېنستل سره گډ بنسټ لري، ك ئې د
دې لپاره حذف كړى چي دري ژبي نه شي كولى كلمه په ساكن حرف پيل كړي،
يا به ئې حذف كوي او يا به متحرك حرف ورباندي اضافه كوي، د انگليسي
stop د استاپ په
بڼه تلفظ كوي، او د پښتو له لمر نه ئې مهر جوړ كړى، او له كښېنستل
نه نشستن، دا ښيي چي اصل كښېنستل دئ نه كېنستل، د (ښ) گران تلفظ د
دې سبب شوى چي په دغو كلماتو كي تغير راشي. د همدې لپاره گورو چي
ځيني پښتانه قومونه (كښ) په (چ) بدلوي او وايي: چېنه، چېږده،
27- ځيني پښتانه (د) د (له) په ځاى كاروي چي
دا يوه غلطي ده، صحيح ئې دا ده چي: دى د كابل دئ، دى له كابله
راغلى، صحيح نه ده چي ووايو: دى د كابله راغلى دئ ، په دري كي د
دغو دواړو لپاره (از) راځي، (او از كابل است)، (او از كابل آمده)،
هغه خلك چي د دري تر اغېز لاندي دي دا دواړه يو د بل په ځاى راوړي.
28- د (ف) او (پ) لانجه: پښتانه د (ف) په
ويلو كي مشكل لري، د همدې لپاره غواړي هغه په (پ) واړوي، مخصوصاً
كله چي د بلي ژبي الفاظ پښتو ته رااړوي، د مثال په توگه د عربي له
فوج نه پوځ او د انگريزي له فابريكې نه پابريكه جوړوي، په كار ده
چي دا په خپلي اصلي بڼي كي وليكل شي، فوج يا فوځ او فابريكه.
29- د (ق) او (ك) ستونزه: پښتانه د (ق) په
ويلو كي هم ستونزه لري، غواړي آسان ئې كړي، او د (ك) بڼه وركړي،
قرار، قوم، قلم، او له عربي نه اخيستل شوي نور كلمات د كرار، كوم،
كلم په توگه تلفظ كوي او ځيني بې خبره خو متعصب ليكوالان گمان كوي
يا قصداً ښيي چي صحيح بڼه ئې همدا ده، په كار ده چي دا او دې ته
ورته ټول دخيل لغتونه په خپلي اصلي بڼي كي تلفظ او وليكل شي. دري
ژبي چي ټول دخيل لغاتونه په اصلي بڼي كي قبول كړي، اوس د ادبي دري
نږدې اويا په سلو كي عربي لغات جوړوي، هلته هم ځيني متعصبي كړۍ هڅه
كوي چي عربي لغات له دري وباسي، كه څه هم دا كار ناشونى دئ، خو كه
له دري نه عربي ووځي نو په يوې نيستمني ژبي به بدله او خپله ټوله
اوسنۍ غنا به له لاسه وركړي. د ايران متعصبو كړيو له اوږدې مودې
رادېخوا دا هڅه پيل كړې، د عربي او عربو په ضد د دوى او د نورو
قومونو هره هڅه چي په مسلمانانو كي قومي او نژادي تعصبات راپاروي د
غربي نړۍ له لوري بدرگه شوې او دوى ئې په شا ټپولي، د ايران معروف
شاه پرست شاعر فردوسي خپله شاهنامه داسي وليكله چي هيڅ عربي لفظ په
كي رانشي، نن او په ايران كي د شيعي انقلاب له راتلو وروسته هم دا
لړۍ جاري ده، په افغانستان كي هم ځيني متعصبي غربپال او ايران پلوه
ډلي همدا كار كوي. غربپال پښتانه ليكوالان هم په دې گمارل شوي چي
همدا كار وكړي.
30- هغه پښتانه چي (ږ) د (گ) په څير تلفظ
كوي، له (غ) نه مخكي د (ږ) تلفظ ورته گران شي، نو ځكه (غ) ترې
رامخكي كوي او له (ږغ) نه (غږ) جوړوي، خو نور پښتانه ئې ږغ گڼي. لږ
تر لږه بايد دا صحيح تلفظ هم ومنو.
31- همدا راز كله چي (ږ) او (ن) سره نږدې
راشي نو مشرقي وال همغه معامله ورسره كوي چي له (ك) او (ښ) سره ئې
كوي، (ن) له (ږ) رامخكي كړي، دا هم د (ږ) د گران تلفظ په وجه ده،
له ږنور او ږنندي نه نږور او نږندي جوړ كړي. خو نور پښتانه چي (ږ)
د (گ) په څېر نه تلفظ كوي دا مشكل نه لري او په خپل اصلي بڼه كي ئې
تلفظ كوي او ليكي.
32- په دې وروستيو كي د عكس العمل په ځاى د
غبرگون د راوړلو شاهد يو، په داسي حال كي چي غبرگون د عكس العمل
معنى نه افاده كوي، نه پوهېږو په دې كي كوم مصلحت گوري چي دا جامع
اصطلاح په ناقصه توگه بدلوي. غبرگ د يوويستوي په مقابل كي راځي.
33- په وروستيو څو مياشتو كي د اند كلمه په
ځينو كړيو كي دود شوې، د فكر او نظر په ځاى ئې كاروي، په داسي حال
كي چي دا او دې ته ورته الفاظ هومره عام شوي او هر څوك ئې په معنى
پوهېږي چي په ډېر زحم |