د ننگرهار ولايت په سرحدي ولسوالۍ لعلپوره کې دوه کښتۍ د کابل درياب کې ډوبې شوي دي

 
........
   

 

جلال آباد (اسوشيتيد پريس) د ننگرهار ولايت په سرحدي ولسوالۍ لعلپوره کې دوه کښتۍ د کابل درياب کې ډوبې شوي دي.

د لعلپورې د ولسوالۍ د يوه وقومي مشر درويش لعلپورې په وينا کشتۍ پرون سهار په اووه بجو ډوبې شوې چې له لامله يې شاوخوا شپېته تنه په درياب لاهو شوي دي. د دغې ولسوالۍ د يوه بل قومي مشر په وينا د لاهو شويو کسانو شمېر له پنځه ويشت تنو څخه زيات نه و. همداراز د ننگرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي ويلي دي چې له ډوبو شويو کسانو څخه دوه تنو نجات موندلى  او له پنځه ويشت څخه زيات کسان تري تم دي. د سيمې ځايي خلک وايي په سيند کې ډوب شوي اکثره کسان هغه کارکوونکي وو چې د تورخم گمرک ته د خپلو وظيفو لپاره روان ول. د ډوبو شويو کسانو دقيقه شمېره تراوسه نه ده څرگنده خو د موندلو هڅې يې لا هم روانې دي.

2009\07\02

 

 
   
   

Thursday July 02, 2009

.

علم و فرهنگ

   دینی مرغلری

   شعر او ادب

   صفحه جوانان

   زن و زندگی

   کتابونه

   مسایل بنیادی مسلمان

   آرشیف

اعلانات

 
 
 
.

.

صفحه عمومی جهان اسلام  | سرمقاله تبصره  |  جوانان  |

Copyright © 2007, All rights reserved

Powered by www.hamayonhamad.com