د حزب اسلامي افغانستان اعلاميه

 
........
   

 

موږ خپل ولس ته دا خبره هم په ټول صداقت سره اعلانوو چې هر هغه څوک خپل ورور، همصف او همسنگر مجاهد گڼو چې د هېواد آزادي او خپلواکي غواړي، د بهرنيو پوځونو په بلاقيد و شرط وتلو ټينگار کوي، په خپلواک افغانستان کې د ولس د خوښې اسلامي نظام غواړدي.

 

حزب اسلامي افغانستان يو ځل بيا خپل مومن او مجاهد ولس ته اطمينان ورکوي چې د هېواد تر بشپړې آزادۍ، له ټول هېواده د ټولو اشغالگرو ځواکونو تر مکمل ايستلو او په خپلواک افغانستان کې د يوه واقعي اسلامي نظام تر قائمېدو پورې به جهاد ته ادامه ورکوي، له هغو کسانو خپل برائت اعلانوي چې دغو سپېڅلو اهدافو ته شا کوي، په نيمايي لارې کې د حزب اسلامي له جهادي کړنلارې ښي او کيڼ لوري ته کږېږي، له دښمن سره روغه جوړه کوي، آزادۍ ته تر رسېدو مخکې وسله پر زمکه ږدي، دښمن ته تسليميږي، د اشغالگرانو په لاس تپل شوي لاس پوڅي حکومت کې برخه اخلي، د صليبي اشغالگرو ځواکونو په ضد روان اسلامي جهاد ته په هغه سترگه نه گوري چې د روسي اشغالگرانو په ضد مخکني جهاد ته يې کتل. د حزب اسلامي مومن او خداى پال مجاهدين به په هغې لارې خپل تگ ته په متينو گامونو دوام ورکوي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې پرې تللي، په دې لار کې يې په لسگونو زره ديني وروڼه او د سنگر ملگري په شهادت رسيدلي، او له الله تعالى سره يې خپلې ژمنې ترسره کړې. افغان مومن ولس بايد حزب اسلامي د خپل روښانه او ځلانده تاريخ په هينداره کې وگوري، نه دي د دښمن دروغجنو تبليغاتو ته اعتناء کوي او د هغو ضعيف  النفسه او د نيمې لارې ملگرو څرگندونو ته چې له تېروتنو او له سمې لارې له کږېدو سره سره ځان حزب ته منسوبوي و خپل غلط او د حزب اسلامي د تگلاري خلاف دريځونه د حزب اسلامي دريځ گڼي. بايد په دې پوه وي چې هغه څوک نه د حزب غړى دى او نه د حزب مرام او تگلارې ته وفادار چې له جهاده يې لاس اخيستى، دښمن ته تسليم شوي او د پرديو په لاس تپل شوي حکومت کې برخې اخيستو ته لېوال دى او دلائل او مجوزات ورته لټوي. هغه خلک چې په کابل کې د حزب اسلامي په نامه غونډې جوړوي. د اشغالگرانو ترسلطې لاندې انتخاباتو ملاتړ کوي، د پرديو په لاس روزل شوى پوځ او پوليس  هېواد په گټه گڼي، او د ژر جوړېدو او بشپړېدو غوښتنه يې کوي. دوى نه يوازې د حزب اسلامي له مرام او تگلارې عدول کړى بلکې همغه څه وايي چې په پرديو پورې تړلې ډلې يې وايي. حزباسلامي د بهرنيو پوځونو په شته والي کې انتخابات يوه غولوونکې ډرامه گڼي، نتيجه يې همغسې بولي لکه چې مخکنيو انتخاباتو درلوده. د يوه بې خاصيته او بدنام او ناکام پارلمان رامنځټه کېدا چې کار يې د اشغال لپاره قانوني مجوز برابرول او د پرديو لاس پوڅي حکومت او وزيرانو ته يې د اعتماد رايه ورکول دي. پوځ او پوليس د هغو اجيرو او مزدورو مليشو مجموعه گڼي چې پرون د روسانو تر قومندې لاندې له خپل ولس سره جنگېدل او اوس د امريکايانو او انگرېزانو تر قومندې لاندې، هيڅ با ايمانه او آزادي غوښتونکى انسان داسې مزدور پوځ او له جنايتکارانو جوړ شوى پوليس نشي تاييدولى.

موږ خپل ولس ته دا خبره هم په ټول صداقت سره اعلانوو چې هر هغه څوک خپل ورور، همصف او همسنگر مجاهد گڼو چې د هېواد آزادي او خپلواکي غواړي، د بهرنيو پوځونو په بلاقيد و شرط وتلو ټينگار کوي، په خپلواک افغانستان کې د ولس د خوښې اسلامي نظام غواړدي، له داسې خلکو سره هر راز ملگرتيا او مرستې ته چمتو يو، د ټولو صالح مجاهدينو يووالى او وحدت غواړو، خو له هغو خلکو نه خپل برائت اعلانوو چې په جوماتونو کې انفجارات کوي، غير محارب کسان وژني، عام المنفعه تاسيسات تخريبوي، بې گناه خلک ځوروي، شوکې کوي، د پيسو لپاره خلک تشتوي، په داسې ځايونو کې چاودنې کوي ې عام ولس ته يې تاوان رسيږي  او د اصلي دښمن په ځاى په نورو نښتو کې ځان مصروفوي. مونږ تل خپلو مجاهدينو ته همغه توصيې کوو چې زمونږ مخکنيو مشرانو کړې: له خدايه ووېرېږئ، د ماشومانو، ښځو، بوډاگانو او غير محاربو کسانو له وژلو ځان وساتئ، فصلونو ته اور مه اچوئ، ونې مه قطعه کوئ چې پر تاسو سلام اچوي، په هغه ځاى له حملې ډډه وکړئ چې آذان ترې اورېدل کېږي.

افغان ولس بايد دې متوجه وي چې زمونږ دښمن ډېر بې رحمه، وحشي، خبيث او شيطان صفته دئ، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له هيڅ جنايت نه ډډه نه کوي، نه يوازې پر کليو، کورونو، جوماتونو او ښارونو بمونه وروي بلکې د مجاهدينو د بدنامولو لپاره په جوماتونو، د عام ولس د گڼه گوڼې په ځايونو کې چاودنې کوي. کله چې اورئ په فلان بازار کې د عام ولس په کومي غونډې کې د ورا په کوم کاروان کې، او دې ته ورته ځآيونو کې چاودنه وشه نو پوه شئ چې دا زموږ د بې ايمانه او بې رحمه دښمن کار دى. هيڅ باايمانه مجاهد داسې جنايت ته لاس نه غځوي.

 

ژوندي دې وي مجاهدين

رپانده دې وي د اسلام شين بيرغ

مړه دې وي د اسلام څرگند او پټ دښمنان

حزب اسلامي افغانستان

١٩/٥/١٣٨٧

...........................................................

اعلاميه حزب اسلامى افغانستان

در اين اواخر ومخصوصاً بعداز تدوير کنفرانسى تحت عنوان حزب اسلامى درکابل ، در داخل و خارج ازکشور يک سلسله شايعات وافواهاتى پخش شده که گويا حزب اسلامى افغانستان  بااشغالگران  کشور ونظام مزدور ايشان ، راه سازش و مصالحه را درپش گرفته است.

به ارتباط اين شايعات حزب اسلامى افغانستان موقف خويش را به صورت واضح و قاطع چنين اعلان مى کند:

١ – درمورد تدوير کنندگان جلسه مذکور مابصورت مکرر موقف خويش را اعلان نموده ايم ،  که ايشان نه نمايندگان حزب اسلامى بوده ونه هم موقف حزب راتمثيل کرده مى توانند. حزب به جهاد برضد اشغالگران باور دارد، اين جهاد را چنان مى داند طوريکه در مقابل روسها به جهاد پاور داشت وتسليمى دربرابر امريکايى هارا چنان مى داند که تسليم شدن در برابر روسها.

٢ – سکوت درمقابل اشغالگران ، توافق با حضور کوتاه مدت و يا طويل المدت آنها و در سايه اشغالگران شامل شدن درحکومت دست نشانده ايشان را ،با الفاظ واضح و قاطع محکوم نموده و محکوم مى کنيم .

٣ – درموجوديت نيروهاى اشغالگر صليبى انتخابات هيچ ارزشى ندارد.زيرا پارلمانى شبيه پارلمان کنونى ساخته مى شود، اين پارلمان چه کارى کرده توانست که ديگرش انجام بدهد؟

٤ – تا آنگاه که قوت هاى غاصب واشغالگر درکشورما موجود باشد، حزب اسلامى افغانستان يگانه راه حل قضيه، راه جهاد را مى داند وبس.

٥ – حزب اسلامى افغانستان ازملت خويش مى خواهد تا فرزندان شان را بجاى فرستادن درتشکيلات اردو و پوليس، در صفوف جهاد جابجا کنند.

جاودان باد اسلام

پيروز باد مجاهدين

و آزاد باد افغانستان

١٣/٥/١٣٨٧

 

 
   
   

Tuesday August 19, 2008

.

علم و فرهنگ

   دینی مرغلری

   شعر و ادب

   صفحه جوانان

   زن و زندگی

   کتاب ها و حکایتها

   مسایل بنیادی مسلمان

   آرشیف

اعلانات

 
 
 
.

.

صفحه عمومی جهان اسلام  | سرمقاله تبصره  |  جوانان  |

Copyright 2007 to 2010

All rights reserved

Built by MH Hamad, Sep-2007

Contact: +92 333 9239365