|
کندهار (خبرى سرچينې) دکندهارپه سپين بولدک ولسوالۍکې دامریکايي
پوځونودسیسه شنډه شوه.
دبولدک له ولسوالۍڅخه دسیمي دعيني شاهدانوپه وينا تيره شپه دسپين بولدک
ولسوالۍ دحیواناتودراکړی ورکړی بازار(ګنج )ته په ناڅاپی ډول څوموټره
امريکائی عسکر راغلل اوبیايي دګنج په هغه سیمه کې چيري چي به سهارمهال
دخلکوګڼه ګوڼه زياتيده اوزیات کسان به راغونډيدل په مځکه کې اته ځايه
غارونه وکيندل اوبیايي څه مواد په کې ځای پرځای کړل دګنج څوکیدارچي
دیوې ودانۍ پرچت پروت ووپه پټه يې دامريکایانودغه عمل څارلو کله چي
امريکايان ولاړل څوکيدارچي و کتل چاوديدونکي مواد ځاي پرځای شوی وروسته
يې په ګنج کې تجارت کوونکي خلک اوامنیتی کسان خبرکړل سهارچې دراکړي
ورکړي وخت راغی دامریکایانوګزمه سیمی ته راغله خوچی یې وکتل چاودیدونکي
موادئي خلکوناکاره کړي ووامریکایانوله امنیتی پولیسوپوښتنه وکړه چی
داموادچاخلکوته وښودل هغوی څوکیدارورته په ګوته کړامریکایانونوموړی
څوکیدارته سترګي وروتړلی اوله ځان سره يی یووړ .
دسیمي تجربه کاره خلک وايی چی دامریکایانوپلان داووچې دخلکودګڼي ګوڼي په وخت
کې خپلوځای پرځای شويوموادوته نږدې دپوځي کتاردتیریدوپه وخت کې په خپل
لاس انفجارورکړي اودسلګونوافغانانودوژلوپړه پرطالبانواچوی .
کارپوهان وايي چې په افغانستان کې اکثره داډول پیښې چی په مجاهدينو
تاوان کیږي، عاملین يې پردي اشغالګران دي دیادونی وړ ده چی
دادامریکایانودداډول شومواعمالودرسواکیدوترټولوشرموونکي اورسواکوونکي
پیښه ده چې دکندهارولایت په زرګونوخلکویی په خپلوسترګوننداره وکړه.
دایولومړنى جنایت ندى چی وحشي اشغالګران يي ترسره کوي بلکې په دې وروستیوکې
په همدې ولسوالۍ کې دواده دجنج خلک ادناوې اوزوم په شمول دې ته
مجبورکړي وو چی په هغه لارولاړشي په کومه کې چی مینونه ځای پرځای شوی
وودناوې اوزوم په شمول يي ټوله وراپه شهادت ورسول .
2008\08\17 |