|
غزه ( م _ ډ ) نوي عيسوي کال د بيگناه فلسطينيانو لپاره غمونه ،بمونه
او د اسرائيلو وحشيانه بمبارۍ راوړې .
پرون چې دعيسوي کال د لومړۍ مياشتى لومړۍ ورځ وه
په غزه باندې اسرائيلي الوتکو بمباري وکړه چې پکې درى تنه فلسطينيان
شهيدان او پنځه ويشت نور ژوبل شول .
اسرائيلو د نړيوالې ټولنې د غوښتني ، چې په بيگناه فلسطينيانو باندې ظالمانه
بمبارۍ ودرول شي ، خپلو بمباريوته دوام ورکوي ، د پاکستان ، افغانستان
اونوري اسلامى نړۍ په شمول په ټوله دنيا کې د اسرائيلو د وحشيانه
بمبارۍ پر ضد مظاهرې او د غندنې غونډي او کنفرانسونه دوام لري .
2009\01\03 |