|
جنوبى وزيرستان ( م _ډ ) د امريکا جاسوسى بى پيلوټه الوتکې پرون يوځل
بيا په جنوبي وزيرستان کې په خپلو اهدافو ډزې وکړى.
د خبري رسنيو د رپوټ ترمخه پرون سهار مهال د امريکا جاسوسي بى پيلوټه
الوتکى د د جنوبي وزيرستان په لدها سيمه کې يو کور په نښه کړ . د
الوتکې په دې بريد کې نوموړى کور ړنگ او پکې څلورتنه ووژل شول . دسيمه
ائيزه چارواکو لخوا د بريد تصديق شوى او ويلي ئي دي چې دادوهمه ورځه ده
چې د امريکا بى پيلوټه الوتکه په دغه سيمه کې خپل اهداف په نښه کوي
تيره ورځ هم د امريکا جاسوسي الوتکې يو موټر په نښه کړى ؤ ، چې پنځه
تنه پکې وژل شوي او يو بل ژوبل شوي ؤ .
2009\01\o3
|