|
د اسد مياشتې په (٢٨) مه له آته کاله، لس
مياشتې او شپږ ورځې واکمنۍ وروسته د پاکستان د پخواني ولس مشر متقاعد
جنرال ((پرويز مشرف)) د استبداد او زور واکۍ دوره هم پاى ته رسيده. د
اسلام په نوم د جوړ شوي ملک او مسلمان ولس له اوږو نه د داسې يوه
ديکتاتور د غلامۍ ژغ ايسته شو چې د پرديو د خوښۍ پخاطر يې حتي د خپل
وطن د معصومو ماشومانو وينې هم تويولى شوى...
((پرويز مشرف)) د چوکۍ په مينه کې دومره له ځانه پردى شوى و چې خپل رب،
دين او ولس هر څه ورنه هير شوي وو، د يووشتمې پيړۍ د فرعون ((بش)) د
عسکر په توګه يې د خپل ملک د اساسي قانون، ملي مصلحت او ملي غرور جنازې
پورته کړې، امنيت، استقلال او اسلامي تشخص يې دومره زيانمن کړ چې په
ښکاره او پرته له کوم شرم و حياء نه يې پخپل قلم د څو زرو ډالرو په بدل
کې د خپلو هيوادوالو د پلورلو په جرم اعتراف کړى او څو ځله يې د خپلو
خلکو قتل له خپلو وياړنو نه شميرلى دى!!
نوموړي چې له خپل دين، وطن، قانون او ولس سره دا ډول جفا کوله، طبيعي
ده چې له مونږ خوارو افغانانو سره خو يې لدينه زياته ناروا کړيده،
زمونږ پر خاوره د يرغل په مهال يې داسې دريځ غوره کړ چې مسلمان يې د
اسلامي پاکستان له مشر تابه نه توقع نشي کولى او تر پايه د هغو تيري
کوونکو خوا ته ولاړ و چې دا اوه کاله په افغانستان کې د نسل وژنې په
شان لوى لوى جنايات کوي.
لنډه دا چې دې له خدايي انتقام نه غافل او په مادي ځواک مغرور واکدار
داسې ناروا ته بډې وهلې وې چې نژدې وه د خدايۍ دعوه وکړي او د خپل کبر
او طغيان له امله يې خيل ملک او امت ته دومره درد، غم اوننګ راوړى و چې
په ژبه او قلم يې بيان ناشونى دى. خو څرنګه چې هيڅ ځواک د لا يزال
خداى د سننو او فيصلو مخه نشي نيولى، هيڅوک ددې توان نلري توره شپه له
ټاکلې اندازې نه اوږده کړي او هيڅ جابر ددې وس نلري د ظلم کوږ څلى له
نړيدو نه وژغوري، همدا وجه ده چې د پاکستاني ولس د غم او محکوميت توره
شپه سبا شوه او د ((پرويز مشرف)) د استبداد برج ونړيد.
د ((مشرف)) د تخت چپه کيدل د اسلامي نړۍ د واکمنو لپاره د عبرت لوى درس
دى. د افغانستان ګوډاګيان دې د ده له برخليک نه پند واخلي او پدې دې
پوه شي چې له خداى تعالى او ولس سره د دښمنۍ پايله له ذلت او رسوايۍ
پرته بل څه نشي کيدلى. ((بش)) چې مشرف يوازې پريښود او وېې نه شوى
ژغورلى د کابل له لاسپوڅپو سره هم لدينه غوره معامله نشي کولى، نه يې
د خداى او ملت له لاسه ژغورلى شي او نه يې د ضرورت په وخت په بدلولو
او پريښودلو صرفه کوي. همدا راز د ((مشرف)) سقوط که د پاکستاني ولس
لپاره د بري او خوشالى زيرى لري د افغان مظلوم ولس لپاره هم د ډاډينې
پيغام لري، افغانان دې پدې باوري اوسي چې هڅې به يې حتما مطلوبه نتيجه
ورکوي، د ظلم او استبداد تخت به نسکوريږي د افغانستان د اسلامي او ملي
تشخص دښمنان به ماتې خوري او هغه افغانان به د خپل ملک د برخليک
واکداران ګرځي چې له خداى تعالى، اسلام او وطن سره وفا او اخلاص لري.
................................
والى
قندهار به خواهش ماآمده است
کانادايى هامى گويند که
والى جديد کندهار به خواهش ماآمده است ، سران نظامى کانادايى ها
درقندهار اظهار داشتند: جنرال رؤوفى والى جديد التقرر قندهار هنگامى که
در اردوى ملى بود با ما رابطۀ نيک داشت که روى آن ما اورا شخص مناسب در
اين ولايت پنداشته در خواست نموديم که والى قندهار مقرر شود. در عين
حال دوروز قبل والى جديد التقرر آن ولايت در هنگآم معرفى شدن آشکار را
بيان کرد که کانادايى ها رفقاى ديرينه من اند واين رابراى خود افتخار
مى دانم وبراى مردم قندهار وعده داد که ،مى کوشم تا شما وکاناديى ها
را باهم نزديک سازم.
افغانستان مرکز تشنج و ميدان مسابقه اشغالگران قرار گرفته خارجى ها
بخاطر منافع ومصالح استعمارى شان با هم رقابت دارند، آنها مى خواهند
که افرادو اشخاص منسوب به خودرا به پوست هاى حساس دولتى بگمارند تا از
اين راه منافع شان را محفوظ نگهداشته ، افغان هارا اجازه ندهند تا
درامور داخلى شان آزادى داشته باشند.
امريکا، انگلستان،فرانسه، کانادا جرمنى و...... در پهلوى حضور نظامى
شبکه هاى استخباراتى مربوط به خود را فعال ساخته اشخاص وافراد وابسته
را که با آنها تعلق دارند توظيف مى نمايند، علاوه از بخش هاى نظامى و
استخباراتى در پوست هاى حساس و کليدى ديگرى، متعهدين سابقه دارشان
رامى گمارند تا از اين راه حضور سياسى و نظامى را زنده نگهداشته با
استفاده از روش استعمارى در ميدان مسابقه پيشگام باشند.
والى فعلى قندهار يکى از گما شتگانى است که براى افغان هانه ، بلکه
براى خارجى ها کار و فعاليت مى کند. اظهارات رؤوفى نشان مى دهد که او
منافع کانادايى ها را در نظر گرفته مشکلات آنها راحل مى کند.
تا حال که اشغالگران از مداخلات مستقيم خود انکار کرده، حکومت
افغانستان را حکومت مردمى معرفى داشته داراى صلاحيت هاى کارى بازگومى
کردند، اين اعتراف کانادايى ها و اظهارات جنرال رؤوفى ادعا هاى آنها را
رد کرده از حقايق پرده برداشت وبه حاکميت اصلى نيرو هاى خارجى تاکيد
کرد.
بدون آنکه خارجى ها اعتراف نمايند، افغان ها مى دانند که گره کار بدست
کيست؟ و برنامه اشغالگران چيست؟ اما اين اعتراف اسناد تاريخى وزنده است
که ادعا هاى دروغين نيروهاى شيطانى را برملا کرده سياست هاى ما جرا
جويانه و جنگى آنها را آشکارا ميسازد.
تا زمانيکه نيروهاى خارجى در افغانستان موجود باشد اين سلسله جريان
دارد . وزارء ، والى ها و شخص رئيس جمهور، دست نشانده اشغالگران بوده،
اهداف و اغراض آنها را در نظر گرفته فعاليت مى نمايند و بخاطر تحقق
آرمان استعمار گران ملت مسلمان افغان را سرکوب نموده مى خواهند که راه
را براى اشغال دايمى باز کنند، براى آنکه ملت قهرمان افغان از اين حالت
دردناک نجات يافته حاکميت دينى تامين و تماميت ارضى افغانستان تضمين
شود بايدهر چه عاجل نيروهاى خارجى اين سرزمين راترک گويند تا مسلمانان
از استعمار آنها آزادى حاصل کرده براى تحقق اهداف اسلامى کار کنند ،
کشور شان را آباد ساخته به تعين زعيم دلخواه بپردازند.
..............................
امريکا مخ په ځوړ
روانه ده
تقريبا ديرش کاله وړاندې کله چې عزيز خداى د افغان
غازيانو په واسطه سره امپراطوري دړې وړې کړه، امريکا له ستر غم نه بې
غمه او د بې سياله زبر ځواک په توګه د ځمکې پر مخ را ښکاره شوه.او که
مشرتابه يې کبر، ظلم او حماقت نه وى کړى، نو دا د واشنګټن لپاره داسې
يو نعمت او فرصت و چې په ډيرو قربانيو يې هم نه شوى تر لاسه کولى.
خو کله چې د امريکايانو له زړونو نه د شوروياتو ويره ووته، نو د کبر پر
نيلي يې پښه واړوله، د انسان او قانون حرمت يې تر پښو لاندې کړ، داسې
لار او پاليسي يې غوره کړه چې له امله يې د امريکايي ولس په شمول ټول
بشريت له غميزو او ناخوالو سره مخ دى...
د امريکا د خود سرۍ او يو سرۍ پدې دوران کې تر ټولو توره دوره د ولس
مشر ((بش))او نويو محافظه کارانو د واکمنۍ دوره ده. پدې موده کې د
سپينې ماڼۍ له چتې وتلو واکدارانو د يرغل او تجاوز پاليسي خپله کړه،
افغانستان او عراق يې لاندې کړل او د مظلومانو دومره وينې يې تويې کړې
چې د ظلم کښتۍ به حتما پکې ډوبيږي.
اوس دا ښه جوته شويده چې پر افغانستان يرغل د امريکا د زوال او نورو
ځواکونو د پورته کيدو پيلامه وه. د کبر او تيري پدې منډه کې
امريکايانو ډير څه له لاسه ورکړل، په لس ګونو زره سپايان يې مړه او
ژوبل شول، په تريليونونو ډالر تاوان ورواوښت، د انساني حقوقو او
دموکراسۍ د خورولو په شان شعارونه او ادعاوې يې دروغ او پوچې وختې،
نړيوال امنيت يې له منځه يووړ، د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو ټولنو
رول او اهميت يې ختم کړ، نړيوال قوانين او معاهدې يې بې محتوى او بې
اغيزې وګرځولې، لنډه دا چې پداسې لار روان دي چې په هرو لسو امريکايانو
کې آته پدې اعتراف کوي چې حکومت يې په غلطه او کږه روان دى.
د همدې غلطې پاليسۍ له امله نه يوازې د امريکا اقتصادي ملا ماته شوې هر
کال (٤٥٠) مليارده ډالر کسر بوديجه لري، بلکه د بې سياله ملکۍ توره
دوره يې هم نوره مخ په ختيمدو ده، نړۍ له يو قطبي حالت نه څو قطبي حالت
ته اوړيدونکې ده، چين مخ په بره روان دى، د اقتصادي ودې اندازه يې ٧%
ته لوړه شويده، روسيې هم د خپل له لاسه وتلي برم د اعادې هڅې پيل
کړيدي، اروپا هم د امريکا له نفوذ نه د آزادۍ په تکل کې ده.
د امريکا د کمزورۍ او په مقابل کې يې د رقيبانو د تبارز يو دليل پر
جورجيا د روسانو يرغل دى. امريکا چې څو کاله وړاندې يې د زور په نشه کې
ان د کرملين ګاونډ ته لاسونه غځولي وو، نن دومره بې وسه شويده چې ملا
ماتي روسان يې په نژدې انډيوالانو ګوزارونه کوي او د هغه جورجيا په لور
پوځونه ورمرش کوي چې واشنګټن غوښتل د ناتو په لومه کې يې تر خپل نفوذ
لاندې وساتي، خو همغه مغرور امريکايان د روسانو ددې يرغل په ځواب کې له
عملي اقدام او عکس العمل نه عاجز ښکاري او ددې جرئت نه شي کولى د خپلو
نويو ګوډاګيانو د ساتنې پخاطر څه وکړي.
پاى دا چې نويو محافظه کارانو پخپل لاس د خپلې تباهۍ وسايل تيار کړي،
امريکا نوره د وړاندې تګ نه ده، د شا تګ او زوال سفر يې پيل شويدى او
هغه ورځ ليرې نه ده چې په هغه کوهي به يې سر شي کوم چې د تاريخ د ډيرو
کبرجنو ظالمانو ککرۍ پکې پرتې دي.
................................
جلسۀ نوبتى
شوراى علماء
روز ٤ شنبه گذشته شوراى علماى حکومت تحت
الحمايه امريکايى ها تشکيل جلسه نمود. اين علماى تنخواه خور حکومت
کرزى، از ولايات جمع شده در کابل تحت سرپرستى مولوى فضل الهادى شينوارى
دريک جلسه اشتراک کردند، درين شورا راپور فعاليت هاى اعضاى شورا هاى
علماء ولايات گذارش داده شد سپس رئيس .... پيرامون قضايا و حوادث جارى
کشور وحل پرابلم ها غور و بحث کرد.
علماء در اسلام حيثيت و جايگاه خاص داشته وارث انبياء عليهم السلام
معرفى شده اند، مسئوليت آنها نسبت به همه مردم بيشتر بوده اظهار حقايق
و انعکاس واقعيت ها جزء مکلفيت هاى اصلى زندگى آنها را تشکيل مى دهد،
بايد علماء وقار دين خودرا در نظر گرفته بدون ترس وهراس حقايق را باز
گو کرده در اداى مسئوليت اسلامى و تنوير اذهان عامه مردم بپردازند.
در شرايط فعلى که افغانستان تحت اشغال نيرو هاى صليبى قرار گرفته آنها
هر روز ده ها مسلمان بى گناه و افراد ملکى را به شهادت رسانده صد ها
جنايات را مرتکب مى شوند، اعضاى محترم شوراى علماى ولايات اين موضوع را
از ديدگاه اسلام چگونه ارزيابى مى کنند؟ آيا به آيات قرآن مجيد و
احاديث مبارک رسول الله صلى الله عليه وسلم غور و تاءمل کرده اند؟ آيا
هما نطوريکه خدا و پيامبر دستور مى دهد، نصوص شرعى را براى مردم بيان
نموده اند ؟ !
همين عده علماى که عضويت شوراى ولايات ر ادارند چگونه مصارف واعاشه شان
را از وجوه مصارف پولهاى امريکا بدست آورده، غنيمت مى شمارند تا رايگان
به کابل بروند و در هوتل ها و مهمانخانه هاى حکومت امريکايى چند شب و
روز را سپرى کرده با گرفتن تحايف و هداياى آقاى کرزى باکمال غرور به
ولايات برگشته احساس نمايند که بزرگترين وظيفه را انجام داده در اداى
مسئوليت هاى دينى شان پرداخته اند. آيا دين اجازه مى دهد که علماء آلۀ
دست امريکا قرار گرفته در برابر اسلام و برادران مجاهد شان استعمال شده
و جاهت اسلامى را از دست دهند؟
از همين علماء کرام پرسيده ميشود که آيا در زندگى پيامبر اسلام صلى
الله عليه وسلم و صحابه او سندو دليلى پيدا کرده مى توانند که دين را
در خدمت دشمن قرار داده چنين روش را اختيار کرده باشند، تا جائيکه دين
دستور مى دهد و کارنامه هاى عملى ياران گرامى رسول خدا نقل شده است ،
علماء نسبت به ديگران مسئوليت هاى بيشتر داشته بحيث پيشوايان دينى،
مردم را توجيه و راهنمائى کرده ممثلين واقعى اسلام قرار گيرند.
ملت مسلمان افغان اذعان کامل دارد که انشاء الله افغانستان از چنگال
اشغالگران آزاد شده با پيروزى جهاد جارى، همه لانه هاى شيطانى از بين
ميرود ، اما آنچه که در آينده در پيشانى انسان نقش بسته سند زندگى قرار
ميگيرد اعماليست که انسان انجام مى دهد، بيائيد ! از محبت دنياى بى وفا
دورى اختيار کرده راهى را انتخاب نمائيم که در آن عزت انسان و رضاى
خدا باشد تا در پيشگاه خدا خجل و رسوا نبوده نجات هميشگى نصيب ماشود.
..........................................
امريکايان هره مياشت پر افغانانو له ٥٠٠ نه زيات لوى بمونه ووروي
که د مسلمانانو په ايمان کې خلل نه وى او که پر بشري
ضمير د غرض، طمعې او غفلت تورې پردې نه وى پرتې، امريکايي بد مستي
چارواکي به کله هم پدې نه وى توانيدلى نړۍ د اور په بټۍ واړوي. همدا د
بشري پرګنو غفلت او د خپلو انساني دندو په ادا کې تفريط دى چې جابرانو
ته يې ددې امکان ورکړى د مظلومانو په وينو د خپل حيواني هوس تنده ماته
کړي!
ټولو ته جوته ده چې اکثريت مسلمانان او نور ولسونه نه يوازې دا چې د
مظلومو افغانانو او نورو تر يرغل لاندې راغليو ولسونو ملاتړ نه کوي،
بلکه د جابرانو خوا ته ولاړ دي او له همدې امله ظالم يرغلګر دومره سپين
سترګي شوي چې حقايق، ارزښتونه او مفاهيم بدلوي او پر عامه ذهنيت يې د
تپلو هڅې کوي.
لکه لمر داسې روښانه ده چې افغانستان اشغال شوى، اوسيدونکي يې وژل او
ځورول کيږي،کلي اوکورونه يې په بمونو او توپونو سره پر بل مخ اړول
کيږي، خو مغرور نيواکګر دا ډنډورې غږوي چې ګويا افغانستان يې آزاد کړى،
له اوسيدونکو سره يې د سوکاله ژوند په تامين مرستې کوي او لګيا دي
ورانۍ يې له سره آبادوي!!! د تاسف ځاى دى چې د نړۍ زياترو خلکو همدا
دروغ منلي، وينې، اوښکې، لوخړې او لمبې په سترګو ويني خو بيا هم پدې
اقرار نه کوي چې نيواکګرو افغانستان نيولى او هرې خوا ته پکې تباهي
خوروي.
او ډيره خواشينونکې دا چې د افغانانو په منځ کې همداسې ناخلف او جفاکار
افراد شته چې پخپل کور لګيدلي اور ته د خوشالۍ نڅا کوي، د خپلو
هيوادوالو د اوښکو او وينو په درياب کې د ځاني سوکالۍ خوبونه ويني او د
څو ټنګو په بدل کې د پرديو ډول ته په ګډا کې داسې له ځانه بې حاله
شويدي چې خپل ديني، ملي او انساني مسئوليتونه يې ټول هير کړيدي...
ددې لپاره چې په افغانستان کې مو د امريکايي پوځونو د تباه کاريو د
اثبات لپاره خپله د امريکايانو اعترافات د شاهد او دليل په توګه وړاندې
کړى وي هغه رپوټ ته اشاره کوو چې ((بينوا)) ويب پاڼې د امريکا د هوايي
ځواکونو له خپرونې ((اير فورس ټايمز)) نه نقل کړيدى. پدې رپوټ کې د
امريکا د هوايي ځواک مرکز اعتراف کړى چې ځواکونو يې پر افغانانو د
تيرې جون په مياشت کې (٦٤٦)او جولاى کې (٥١٥) بمونه غورځولي دي.
پدې بمونو کې هغه راکټونه او ګولۍ شاملي ندي چې د (اي سي ٣٠) ډوله توپ
لرونکو الوتکو، د سمندري پوځ د هوايي ځواک (اي ١٠) او (ايف ١٥ اي) او
له ليرې نه کنټروليدونکو الوتکو نه ويشتل شويدي. همدا راز پدې حساب کې
هغه بمونه هم ندي شامل چې د ناتو نورو هيوادونو لکه انګلستان، فرانسې
او نورو پر افغانانو وورولي دي.
لوستونکي دې پخپله قضاوت وکړي په کوم ملک
کې چې پر اوسيدونکو يې د مياشتې له زرو نه
زيات بمونه او راکټونه وورول کيږي، هلته د خوشالۍ، سوکالۍ او ودانۍ
تصور کيدلى شي؟! ځواب څرګند دى او له ګوډاګيانو پرته هيڅوک پدې کې شک
نه لري چې د افغانستان آزادي او افغانانوخوشالي سلب شوې، بې رحمه
اشغالګر پوځونه د افغانانو مادي او معنوي هستۍ له منځه وړي، زيار باسي
د زمريانو ځاله ورانه او پر ځاى يې د خپل هوس ماڼۍ ودروي، خو که خداى
کول د جابرانو دا هيله به پوره نشي او بې وسه افغانان به د خپل قادر
پروردګار په مرسته د دې کبرجنو ملا ور ماته کړي او يو ځل به بيا
نړيوالو ته دا حقيقت په اثبات ورسيږي چې د کبر کاسه تل نسکوره او د ظلم
پاچايي نيمه خوا وي.
...................................
امريکا په
خليج کې د ژاندارم په لټه!!
امريکا د اسلامي نړۍ د نوي تقسيم او خپل نفوذ د لا
پراختيا پخاطر جوړې شوې طرحې پداسې حال کې يوه په بله پسې عملي کوي چې
نړيوال ذهنيت يې د ((تروريزم)) په خلاف جګړې په غوغا داسې تخدير کړيدى
چې ډير ښکاره واقعيتونه سرچپه ويني.
عربي خليج چې د اسلامي نړۍ له مهمو او شتمنو سيمو څخه شميرل کيږي د
امريکايي طرحو په سر کې قرار لري، ځکه دلته د امريکايي ضد احساساتو
لمن دومره پراخه شوې چې واشنګټن د خپلو مصالحو د ساتنې په لار کې نور
په پخوانيو مهرو زړه نشي تړلى او په همدې اساس هڅه کوي د مهرو د تعويض
او سيمې د ويش نوې نقشې په بيړه تطبيق کړي.
څيړونکي پدې باور دي چې امريکا ددې پلان د پلي کولو لپاره د داسې يوه
هيواد ملګرتيا ته اړتيا لري چې پدغه منطقه کې د دوهم اسرائيل رول
ولوبولى شي.او قرائن پدې دلالت کوي چې د سپينې ماڼۍ د چارواکو په نزد
ايران د داسې يوه رول د ادا کولو لپاره تر ټولو مناسب هيواد دى.
د تهران او واشنګټن تر منځ د اوږدو کله پټو او کله ښکاره مذاکراتو
وروستۍ ناستې په همدې محور څرخيدلې او دا خبره مطبوعاتو ته راوتلې ده
چې دواړه لوري د منځني ختيڅ په ځانګړې توګه خليج د ويش په اړه يو له بل
سره چنې وهي.
وړمه ورځ ((عرب ان لاين)) ويب پاڼې پدې رابطه داسې وليکل: امريکايي
پلاوي له ايرانيانو سره د پټو مذاکراتو په وروستي دور کې چې تيره اونۍ
په سويس کې تر سره شو دا وړانديز کړى چې: تهران دې د ((اسلامي
انقلاب)) د صادرولو له ايديولوژۍ نه لاس واخلي، په سيمه کې دې د شيعه
ايزم د خوريدو هڅې بندې کړي، په عراق کې دې د امريکا دايمي شتون ومني
او پر هغو خوځښتونو دې مرستې بندي کړي چې د ايران او امريکا د دې ډول
تعاون په لار کې خنډ جوړول غواړي. ددې شروطو د منلو او پوره کولو په
بدل کې به امريکا په عراق کې د ايران برخه نوره هم لويه کړي او ددې
امکانات به ورته برابروي چې خليج تر خپل سياسي او پوځي نفوذ لاندې
راولي، خو داسې نه چې تهران به د مستقلانه عمل اجازه ولري او دا سيمه
به يوازې د ځان وبولي، بلکه دلته به د دوهم اسرائيل رول لوبوي، د
ژاندارم دنده به په غاړه اخلي او امريکايي مصالح به له پامه نه اچوي.
امريکايانو له ايرانيانو سره دا طرحه هم شريکه کړيده چې د سيمې جوړښت
به نوى کيږي، دلته به داسې يو هيواد را منځته کيږي چې د تيلو اکثريت
زيرمې به يې تر کنترول لاندې وي او هلته به د فلسطين غربي تراړه او غزه
له اردن سره وتړل شي، فلسطيني مهاجرين هر چيرته چې دي ټول به هملته را
غونډ او ځاى په ځاى کړى شي.
خبري منابع وايي چې ايراني لوري تر اوسه ددې وړانديزونو ځواب نه دى
ورکړى، ځکه تهران غوره بولي پدې اړه توافق تر هغې وځنډوي تر څو په
امريکا کې نوى ولس مشر وټاکل او دنده سمبال کړي.
مطلب دا چې امريکا غواړي د اسلامي نړۍ په خلاف يوه بله خطرناکه توطئه
د ځينو اسلامي هيوادونو په مرسته عملي کړي، چې دا واقعا د ټول امت
لپاره د درد او غم خبره ده. هيله لرو د ايران او ټولو اسلامي هيوادونو
مشران د امت مصالح د خپلو ځاني مصالحو قربان نکړي او پخپل لاس د خپل
ورور او خپل ځان د تباهۍ او رسوايۍ عوامل برابر نه کړي او د هغو
خائنانو برخليک له ياده و نه باسي چې د پرديو په غلامۍ کې يې بالاخره
خپل سرونه هم خوړلي دي.
......................................
٥٠ فيصد
عمليات مخالفين افزايش يافته است
قوماندان عمومى ناتو اظهار داشت که عمليات عليه
نيروهاى ناتو در افغانستان نسبت به سال گذشته ٥٠ فيصد افزايش يافته
است، علاوه براين – کشور هاى عضو ناتو عساکر خود را درمناطق نا آرام
اعزام نمى دارند و از فرستادن نيروهاى جديد و مواد لوژستيکى، در حالى
که ما به آن نياز مبرم داريم، شانه خالى مى کنند.
اظهارات جديد نشان ميدهد که موضعگيرى مجاهدين نسبت به گذشته ها قوى تر
شده براى تضعيف بيشتر نيرو هاى خارجى به حملات نظامى جديدى دست زده،
دشمن راتحت تاثير قرار داده که در نتيجه آن، اشغالگران در برابر عمليات
هاى مجاهدين ناتوان شده مورال جنگى شان از بين رفته است، روى اين از
رفتن در مناطق نا آرام ابا ورزيده ، مقابله با مجاهدين را ناممکن مى
شمارند.
در عين حال مبصرين سياسى مى گويند: اين علامه شکست نيروهاى ائتلاف در
افغانستان است، از ديدگاه تحليلگران سياسى اگر اين وضعيت دوام پيدا کند
که از يکطرف مجاهدين فشار را بالاى نيرو هاى خارجى تشديد بخشيده به
انجام دادن عمليات هاى دوامدار بپردازند و از سوى ديگر و هم ودلهره که
در حال حاضر پيکر نظامى قوت هاى بيرونى را فراگرفته است در حال خود
باقى بماند، ناتو به شکست قطعى خود اعتراف کرده به بهانه جوئى پرداخته
افغانستان را ترک مى گويد.
اشغالگران در افغانستان از تمام امکانات نظامى و وسايل استخباراتى که
دردست داشتند استفاده کردند، علاوه براين – مبالغ هنگفت مالى رابخاطر
خريدن افکار واذهان مردم تخصيص دادند تا از اين راه هواخواهان خود را
افزايش داده مردم را از مخالفت باز داشته ، جهاد و تحرکات اسلامى را
سبوتاژ نمايند، اماباوجود اين همه تلاش ها و برنامه هاى استعمارى ، در
حال حاضر ملت منسجم شده بايک صدا خواهان خروج اشغالگران اند.
اظهارات ناتو و شکست هاى پيهم اشغالگران ، مبين آنست که کاخ استبداد
گران در حال سقوط قرارداشته، بيش از اين نمى توانند که به اشغال
دوامداده اراده ملت مسلمان افغان راسلب نمايند.
اشغالگران در ظرف هفت سال ، از هر نوع وسايل و تاکتيک استفاده کردند تا
به نحوى از انحاء اراده ملت مسلمان را تضعيف کرده اهداف استعمارى شان
را بدست بياورند، ولى زندگى عملى و شکست نيروهاى خارجى، نشانداد که
اشغالگران در اين جنگى که خود آنرا به راه انداخته اند هيچ فايده
برنداشته برعکس خسارات مالى و جانى زيادى را متحمل شده اند، وبا وجود
همه اين تلفات وخسارات ، بنابر اعتراف خود آنها عمليات مجاهدين ٥٠ فيصد
تند تر شده کشور هاى اعضاى ناتو از تحمل خسارات و تلفات شانه خالى مى
کنند.
وضعيت موجود ايجاب مى نمايد که همه افغانان از کنار اشغالگران دورى
اختيار کرده در پهلوى برادران مسلمان و هموطنان متدين شان قرار گيرند،
زيرا عنقريب اشغالگران باغلامان خود فروخته شان با شرمندگى کامل
افغانستان را ترک گفته بادست خالى برگردند.
.................................
ډاکټر عافيه
صديقي خرڅه شوې که تښتول شوې؟!
د يو مليارد نه زياتو مسلمانانو له تښتول شويو، پلورل
شويو، په کفري زندانونو کې اسيرو او ... خويندو نه يوه هم پاکستانۍ
ډاکټره عافيه صديقي ده چې په ٢٠٠٣م کال کې هغه مهال له خپلو دريو
ماشومانو سره يو ځاى له کراچۍ نه ورکه شوه چې غوښتل يې د هوا له لارې
راولپنډۍ ته سفر وکړي. کورنۍ او خپلوانو يې د بشري حقوقو د ادارو،
ښکاره زندانونو او روغتونونو ډيرې دروازې وټکولې خو له ستړيا پرته بل
څه په لاس ورنغلل، تر څو نوې مسلمانه شوې ژورناليسته فاطمه يا پخوانۍ
ريډلي پدې وتوانيده درک يې معلوم کړي، چې نوموړې له امريکايانو سره په
بګرام کې د بند سختې شپې تيروي، همغه وه چې د خبري رسنيو د فشار په
نتيجه کې د همدې مياشتې (اګست) په لومړۍ نيټه د امريکايي استخباراتو
FBI يوه مسئول تاييد
کړه چې ډاکټر عافيه په زخمي حالت کې له دوى سره بندي ده.
لدې انکشاف نه څو ورځې وروسته تښتول شوې يا پلورل شوې مسلمانه عافيه
پداسې حال کې يوې امريکايي محکمې ته وړاندې کړى شوه چې د ورسره شويو
مظالمو او وحشتونو نښې يې په څيره کې له ورايه ښکاريدې. ډاکټر عافيه په
محکمه کې د امريکايانو له خوا ورباندې لګيدلي تورونه رد کړل او که
واقعيتونو ته پام وشي نو په رښتيا چې د امريکايانو دعوه سر تر پايه
غير منطقي او نا معقوله ده، دوى ادعا کوي چې عافيه سره له يوه ماشوم چې
اوس هغه هم بې درکه دى د غزني ولايت د والي د کور مخې ته هغه مهال د
مزدورو مليشو ((افغان پوليسو)) له خوا نيول شوې چې څو بوتلونه او د
بمونو جوړولو نقشې او اسناد ورسره وو. له نيول کيدو وروسته د
FBI او امريکايي پوځ
مستنطقين د هغې د بند خونې ته ورغلل چې هملته نوموړې د پردې له شا حمله
وکړه له يوه عسکر نه يې ټوپک واخيست او پر نورو يې ډزې وکړې خو په هدف
و نه لګيدې او خپله په ځوابي ډزو کې ټپي شوه!!!
د امريکايانو تورونه او دعواوې خو په مناقشه هم نه ارزي، ځکه ټول
پوهيږي چې هغوى نه انسانيت پيژني او نه انساني قانون او نه هم د رحم او
زړه سوي توقع ورنه کيدلى شي، خو افسوس د مسلمانانو په حال چې دومره بې
وسه او خوار شويدي چې پخپلو خويندو هم ننګ نه شي کولى، بلکه ځنې خو لا
دومره لويدلي چې د څو ټنګو په بدل کې د خپل غيرت په پلورلو ايله نه
کوي...
ډاکټر عافيه صديقي امريکايانو پخپله تښتولې او که بړيڅو يې ورباندې
وپلورلې، په دواړو حالتونو کې مظلومه او مقابل لورى (امريکايي چارواکي)
ظالم دى. نوموړې د کونډ ذهنه ماشومانو د ذهني ودې په برخه کې فعاليت
درلود، او وروستۍعصري زده کړې يې په يوه امريکايي پوهنتون کې سر ته
رسولې دي، له بم او باروتو سره يې هيڅ سر و کار نه و، خو څرنګه چې د
القاعده د يوه مشر خالد شيخ د وراره ميرمن کيږي، نو ځکه د بم جوړولو
تور ورباندې لګيدلى او لدې ناوړه برخليک سره مخ شويده.
پدې پنځو کلونو کې به د حوى دې لور د امريکا په پټو عقوبتخانو کې څه
ناکردې ليدلې وي، هغه خو لا تر اوسه رڼا ته ندي راوتلې، خو آيا د
امريکايانو دا جرم بس نه دى چې نوموړې يې دا پنځه کاله له خپلو خپلوانو
او ټولې دنيا نه پټه ساتلې وه؟!
د ډاکټر عافيه صديقي او ددې په شان د سلګونو بلکه زرګونو مسلمانو
خويندو د غم دا ډول داستانونه دا په ډاګه کوي چې امريکا د کبر هغه حد
ته رسيدلې چې هلته د چا لپاره د بقا او دوام امکانات او احتمالات نه
شته. قهار خداى حتما د کبرجن ملا ماتوي، خو هغه مسلمانان چې د پرديو په
اسارت کې لويدليو خويندو چيغې نه اوري او دا بې |